
یکنانیوز د پارس ټودی له قوله راپور راکوي، په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني په یوه رسمی لیک کې امریکا په ایران کې د سوله ییزو لاریونونو په بلواؤ د بدلولو مسؤله وبلله.
هغه د امریکا د غیر قانوني کړنې او صهیونیسټي رژیم سره یوځاي د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه ددغه هېواد همغږي په کلکه وغندله.
ایرواني زیاته کړه، د ګواښ، لمسؤنې او تشدد له لارې دغه لاسوهنه د ارامښت او ثبات د خرابولو په موخه ترسره کیږي.
د ایران سفیر زیاته کړه، د ثبات ګډوډونکی دغه اقدام چې د ملګرو د ملتو د منشور خلاف کړنه ده، غندو.
د ایران اسلامي جمهوریت د امنیت عالي شورا هم تر دې وړاندې په یوه بیانیه کې ویلي، امریکا او صهیونیسټي رژیم له دولس ورځني جنګ وروسته لا هم د ایران ملت سره دښمني نده پرېښودلې،په وروستیو ورځو کې د کرغیړن ټرامپ څرګندونې ددغو دواړو مستکبرو او تیریګرو رژیمونو ترمینځ د هغې مشترکې پلانونې ښودنه کوي چې د ایران دملت ژوند ناکراره کړي. په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، په ۱۲ ورځني جنګ کې تر اوسه پورې صهیونیسټي رژيم هماغه شان په ترکیبی جنګونو کې پر ایرانیانو ظلم کوي، کله تاکتیکونه بدلوي ، ا لبته د ایران له نه ستړیکیدونکي ملت سره ئې جنګ غواړي لوبه نه ده پریښودلې . د وروستیو شپو ورځو پيښې که څه هم د بازار د بې ثباتۍ باندې په اعتراض سره پيل شوې، خو دصهیونیسټي دښمن په لارښونې او پلانونې سره د هیواد د ناکرارئ صحنې ته کاږل شوي دي.
په ایران کې بلواؤ ته په لمسؤنې او په لمن وهلو کې د امریکا او اسرائيلو په مستقیم او ورانکار رول باندې د ایران ټينګارد امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ او د صهیونیسټي رژيم جنایتکار لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو کړچار ته پّ پام سره ، د فهم وړ دی.ډونالډټرمپ په وروستیو شپو ورځو کې په کرتو له بلواګرو څ خه د ملاتړ په ترڅ کې ګواښ کړی چې له بلواګرو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ځپنې په بڼه کې به سخت غبرګون وښئ. داسې ښکاري د ایران د اسلامی جمهوریت په ګواښلو کې د ټرمپ له وروستیو څرګندونو څخه د هغه اصلي موخه، ورانکارئ او تاؤتریخوالي ته د لمن وهلو او د اعتراضونو دوام ته لسمؤل او ناکراریو ته لمن وهل دي. نتن یاهو هم په کرتو په ایران کې له بلواګرو او بلواؤ ملاتړ کړی دی.
په حقیقت کې د امریکا و لسمشر چې پخپله ئې د ایران په ضد دترټولو سختو یو اړخیزو بندیزونو د اعمالولو په چوکاټ کې د زیاتره دباؤ په سیاست سره او وربسې په ۱۲ ورځني جنګ کې دایران په سوله ایزو ایټمي تاسیساتو باندې په حملې کې له اسرائيلو سره مشارکت کړی دی ، اوس له ایرانیو ښاریزو څخه دملاتړ مدعی شوی دی.
په عین حال کې د ایران د ملت لپاره د زړه سواندئ په باب د امریکا د کرغیړن ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ایران په وړاندې د هغه له سیاستونو او د چلندونو له مخینې جلا نشي ارزول کیدلی. کله یو کس چې د خپل مسئولیّت په اوږدو کې په کرتو د یوه ملت په ضد ئې اقتصادي ،سیاسی دباؤنه او حتی پوځي ګواښونه اعمال کړي ،اوس د زړه سواندئ مدعي کیږی، دغه ادعا لازیاته ښکاره منافقت او دوه ګوڼوالی دي، څو یو صادقانه دریځ پر دغې ادعا نیوکه، د ایران په وړاندې دهغه د کارنامې رابرسبیره کولو ته اړتیا لري.
په اوسني وخت کې هم د ایران په داخلی چارو کې د ټرمپ لاسوهنې هماغه ډول چې په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر په نامې کې هم روښانه شوې دهد ګواښ له لارې د لاسوهنې، ،تاؤتریخوالو ته قصدا د لمسؤنې او د آرامښت او ثبات د ګډوډولو په لمسؤنې کې رابرسیره کیږي. داسې ښکاري چې د ایران د اسلامی جمهوریت له ګواښلو څخه دامریکا د ولسمشر یوه مهمه موخه،بلواګرو ته د روحیې ورکول او په عین حال کې د دنفسیاتي جنګ زیاتول او هم د ایران په ضد د پوځي ګواښونو او لازیاتو اقتصادي بندیونزو سره هممهاله دي.
https://parstoday.ir/fa/iran-i33736